جرمني کې امنیتي ځواکونو یو ۱۷ کلن افغان نیولی

په جرمني کې امنیتي ځواکونو یو ۱۷ کلن افغان نیولی دی.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د جرمني چارواکو په حواله ویلي چې دا افغان پناه غوښتونکی په یوې ۱۹ کلنې محصلې د جنسي تېري او د هغې د وژنې په شک نیول شوی دی.

د جرمني په جنوب غربي ښار فرایبورګ کې یوه څارنوال ویلي د هغې وېډیو له مخې چې د پېښې له سیمې ثبت شوې په دغه ځوان د یاد جرم شک شوی دی.

۱۹ کلنه محصله د اکټوبر په شپاړلسمه له یوه محفله کور ته په لار وه چې لادرکه شوه او په هماغه ورځ‌یې جسد له یوه روده وموندل شو.

نیول شوي ځوان افغان څه نه‎دي ویلي خو چارواکي وايي، هڅه کوي چې څرګنده کړي ایا دغه نیول شوي افغان له نجلۍ سره پېژندل که څنګه.