کورنیو چارو وزارت میدان وردکو کې د یوه محصل اعدام ستر جنایت بللی

د افغانستان کورنیو چارو وزارت میدان وردک کې د یوه ځوان محصل په دار ځړول ستر جنایت بللی او پولیسو ته یې امر کړی چې دا قضیه په جدي توګه وڅېړي.

د دغه وزارت په یوه بیان کې راغلي چې دا ځوان محصل د چک ولسوالۍ په سیوک کلي کې د جمعې په ورځ په عام محضر کې په دار ځړول شوی دی.

اخوا د میدان وردک د والي ویاند عبدالرحمن منګل پرون شپه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"وسله‎والو طالبانو نوموړی په میدان وردک ولایت کې د حقاني شبکې د استخباراتي برخې د مسؤل د وژلو په تور په شهادت رسولی دی. موږ هم په دې تلاش کې یو څو د قضیې اصلي عاملین ونیول شوي او د شهید انجنیر کورنۍ ته عدالت تأمین شي."

فیض‎الرحمن د کابل پولتخنیک پوهنتون د څلورم کال محصل و.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي دوی انجنیر فیض الرحمن نه دی وژلی خو د وژنې د علت په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.