محصل "رحماني" له کابله ۳۷میله لیرې سیمه کې په دار ځړول شوې

ګڼو نړیوالو رسنیو په ځانګړي توګه هندي خپرونو هندوستان ته د ولسمشر غني د سفر او د دې هېواد په امرتسر ښار کې د اسیا د زړه په هغه کنفرانس چې د افغانستان د ثبات په اړه په کې خبرې کېږي لیکنې او راپورونه خپاره کړي دي.

هندو:

د هندو ورځپاڼې لیکلي:

ولسمشرغني او صدراعظم مودي به په ګډه د اسیا د زړه کنفرانس پرانېزي چې په کې د نېږدې ۴۰ هېوادونو او د اروپايي ټولنې په څېر د نړیوالو سازمانونو وزیران او لوړ پوړي استازي برخه لري.

دا هندي ورځپاڼه زیاتوي، بهرنۍ پالیسۍ کې د پاکستان صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز به د یکشنبې په ورځ د وزیرانو په کچه دې غونډې کې د ګډون لپاره امرتسر ته ورشي او په همدې ورځ به بېرته پاکستان ته ستون شي.

هندو ورځپاڼه زیاتوي، په دې کنفرانس کې د هند د مالیې وزیر ارون جیټلي د هندوستان استازیتوب کوي.

نیو اینډین ایکسپرېس:

نیو اینډین ایکسپرېس خپرونې هم په امرتسر کې د اسیا د زړه د کنفرانس په اړه لیکنه کړې او ویلي یې دي، د چین، روسیې، ایران، متحده عربي اماراتو، امریکا، کاناډا، او فرانسې په شمول د نړۍ د ۴۰ هېوادونو وزیران او لوړ پوړي استازي د افغانستان په اړه د اسیا زړه په نوم دې کنفرانس کې ګډون لري.

انټرنېشنل بېزنېس ټایمز:

انټرنېشنل بېزنېس ټایمز خپرونې د طالبانو له‎خوا میدان وردګو کې د یو افغان محصل د اعدام په اړه لیکلي:

فیض الرحمن رحماني په یوه داسې سیمه کې اعدام شوی دی چې د کابله یوازې ۳۷ میله لرې پرته ده.

خپرونه وايي، دا محصل په چک ولسوالۍکې د خپلې کورنۍ لیدلو ته روان و چې په لاره کې د طالبانو له‎خوا نیول شوی او وروسته په عامه محضر کې په دار ځړول شوی دی.

خپرونه د میدان وردګو د والي د ویاند عبدالرحمن منګل له خولې وايي، دې محصل غوښتل چې رخصتي له کورنۍ سره تېره کړي، خو د پنجشنبې په ورځ د سیمه ییزو طالبانو له‎خوا ونیول شو او اعدام یې کړ.

خپرونه د والي له خولې وايي، موږ هڅه وکړه چې له دې محصل سره مرسته وکړو خو طالبانو نوموړی ډېر ژر اعدام کړی.

خپرونې د دې اعدام هغه تصویرونو ته اشاره کوي چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي او زیاتوي، دا اعدام یوازینی پېښه نه‎ده، بلکې وسله‎وال طالبان ‌‌ډېر کله په لویو لارو کې ولسي خلک له موټرو ښکته کوي او پخوا یې هم په بېلابېلو نومونو عام خلک وژلي دي.