د پکتیکا ګومل ولسوالۍ کې ماین چاودنې ۳ ملکي وګړي وژلي

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي چې نن د شنبې په ورځ له غرمې مخکې د یاد ولایت د ګومل ولسوالۍ د امان خېلو په سیمه کې پر ملکیانو د ماین چاودنه شوې چې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په کې وژل شوي دي.

د پکتیکا د ولایت مقام له لوري ازادي راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې درې ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.

په خبرپاڼه کې یادو نه شوې، یاد کسان غره ته د لرګیو په راوړلو پسې روان و چې د لارې په اوږدو کې پرې ماین چاودنه شوې ده.

چارواکي وايي چې د پېښې ټپیان روغتون نه لېږدول شوي او ډاکټرانو يې روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودلی دی.

په خبرپاڼه کې د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت یاده پېښه په سختو ټکو کې غندلې او هغه يې د اسلامي ارشاداتو سره په مخالفت کې عمل ښودلی دی.

د پکتیکا والي ویلي چې وسله والو مخالفینو هلته د امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او د ماینونو په کېښودلو سره غواړي چې د خلکو په منځ کې ویره خوره کړي او هغوی ته زیان ورسوي.

یاده دې وي له دې وړاندې هم څو ځلې په پکتیکا کې پر ملکیانو ماین چاودنې شوي او مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.