جرمني د تروریستي سازمان غړیتوب په تور یو افغان نیولی

جرمني چارواکو يو افغان نيولى چې شک کېږي د وسله والو طالبانو غړى به و.

د جرمني فډرال څارنوالانوپرون جمعه په يوه اعلاميه کې وويل، چې شل کلن حکمت د پنجشنبې په ورځ په يوه تروريستي سازمان کې د غړيتوب په شک نيول شوى دى.

څارنوالان ادعا لري چې دغه ځوان په ٢٠١٣میلادي کال کې له وسله والو طالبانو سره ملګرى شوى و او ظاهراً يې د افغان امنيتي ځواکونو پرضد په جګړه کې هم برخه اخيستې ده.

د څارنوالانو په اعلاميه کې نه دي ويل شوي چې دغه کس چېرې نيول شوى او ولې په جرمني کې و؟

د نيول شوي مشکوک افغان پوره نوم نه دى خپور شوى.