وحیدي: په ځينو مواردو کې د طالبانو نظر تغیر کړی

د افغان کارپوهانو او خبریالانو د غیر رسمي ډلې یو غړی چې تازه یې له طالب مشرانو سره په قطر کې لیدلي وايي چې په ځینو برخو کې د طالبانو لیدلوری بدل شوی دی.

د پوهنتون استاد او کارپوه اسدالله وحیدي ازادي راډیو ته وویل د طالبانو سیاسي مشرانو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د ملکیانو د ژوند او د ملي پروژو د خوندیتوب مسئله جدي نیسي.

ښاغلي وحیدي له پنځو نورو افغان کارپوهانو او خبریالانو سره په دې وروستیو څلورو ورځو کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشرتابه پلاوي سره لیدلي دي.

ښاغلي وحیدي وویل چې له پنځه نورو افغان کارپوهانو سره یې په ګډه د طالبانو د سیاسي دفتر له مشرتابه سره د لیدنې غوښتنه کړې وه او د همدې غوښتنې له مخې قطر ته تللي و.

اسدالله وحیدي، فیض محمد ځلاند، نظر محمد مطمین، لطیف نظري، شاهپور بختیار او میرویس ستانکزی هغه افغان کارپوهان او خبریالان دي چې په دوحه کې یې له طالب مشرانو له هغې ډلې شیر محمد عباس ستانکزي، شهاب الدین دلاور،قاري حنیف او ډاکټر نعیم وردګ سره کتلي دي.

له دې مخکې هم ځینو افغانانو د رسمي خبرو تر څنګ په غیر رسمي ډول له طالب مشرانو سره د قطر په دفتر کې خبرې کړي دي.

صفي الله ستانکزي له ښاغلي وحیدي سره مرکه کړې ده او لومړی یې د سولې او د جګړې د بندېدو په اړه له طالب مشرانو سره تر خبرو وروسته د ښاغلي وحیدي نظر پوښتلی دی:

Your browser doesn’t support HTML5

له اسدالله وحیدي سره مرکه