پاکستان هند کې د اسیا زړه کنفرانس کې ګډون کوي

پاکستان ویلي د افغانستان لپاره به د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې چې په هند کې ترسره کېږي برخه واخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوه کنفرانس ته وویل چې هېواد یې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره ژمن دی او د همدې لپاره یې دا پرېکړې کړې ده.

هغه وویل که څه هم له هند سره د پاکستان اړیکې ښې نه دي خو د افغانستان د امن لپاره خپل استازي هند ته ليږي.

د اسیا زړه هېوادونو – استانبول پروسې شپږم کنفرانس دا ځل د هند په امرتسر کې د یکشنبې په ورځ پيليږي.