پسرلی: کرنیز محصولات د سړو خونو نشتوالي له امله ارزانه صادریږي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د سړو خونو د نشتوالي له امله د افغانستان کرنېز محصولات نورو هېوادونو ته په ارزانه بیه صادرېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان کرنیز محصولات لکه تازه میوې او سبزیجات نورو هېوادونو ته د سړو خونو د نشتوالي له امله په ارزانه بیه صادریږي چې کرونده‎ګرو او سوداګرو ته یې مالي زیان اوړي.

ښاغلي پسرلي زیاته کړه، د افغانستان صادر شوي کرنیز محصولات د موسم په تېرېدو بېرته له نورو هېوادونو افغانستان ته په لوړه بیه راواردېږي چې په خبره یې عام خلک یې بیا د اخېستلو وس نه‎لري.

نوموړی وایي، څو ځلي یې افغان حکومت ته په دې اړه خپل غږ رسولی خو تر اوسه یې په اړه کوم اقدام نه‎دی شوی.