محقق: افغانستان د داعش پر وړاندې فکري مبارزه کې کمزوری دی

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال وايي، افغانستان د داعش پر وړاندې په فکري مبارزې کې کمزوری دی.

محمد محقق چې نن یې کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون فراغت غونډې ته خبرې کولې وویل، داعش د فکري مقاومت له اړخه اسلامي نړۍ له ننګونو سره مخ کړې ده.

"موږ په جنګ کې د هغو پر وړاندې ښه ځلېږو خو په فرهنګي مبارزې او د فکري مقاومت په برخه کې کمزوري یو."

ښاغلي محقق همدا راز وویل چې د داعش لوی هدف د مذهبي جګړو رامنځته کول دي.

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په تېرو شاوخوا پنځه میاشتو کې داعش په افغانستان کې د شیعه‎ګانو پرضد څلور لویې او خونړۍ حملې کړي دي.