څېړنه: د واک په ګدۍ ناست جنایتکارانو عدالت محاصره کړی

د افغانستان د څېړنې او ارزونې د واحد مرکز نوې څېړنې ښيي چې افغانستان کې د جنایتونو ډېری عاملین لا هم په واک کې دي او له همدې امله عدالت محاصره شوی دی.

د دغې څېړنې یو مسؤل احمد صبور نورزي د پنجشنبې په ورځ له ساحې څخه د سولې او انتقالي عدالت په اړه د انګېرنې په نوم د تر سره شوي څېړنې نتایج له رسنیو سره شریک کړل چې په کې په دغه پروسه د خلکو باور بایللی ښکاري.

ښاغلي نورزي زیاته کړه:

"زموږ په دې څېړنه کې ګډون کوونکي په دې باور وو چې په تېر کې بدې کړنې او ناوړه استفادو د هېواد په اوسني وضعیت اغېز کړی دی او همدا راتلونکي ته هم شکل ورکوي، د ګډون کوونکو تر منځ عامه اندیښنه دا ده چې د تېرو جنایتونو عاملین لا هم په قدرت کې دي او د نوېو تاوتریخوالی محرک دي."

د افغانستان د څېړنې او ارزونې واحد وايي چې څېړنه یې په کابل، ننګرهار، بامیان، بغلان او ارزګان ولایتونو کې کړې چې د ګډون کوونکو په باور د پخوانیو جنایتونو عاملین د افغانستان د بدبختی لاملین ګڼل شوي دي.

په افغانستان کې د انتقالي عدالت د پلي کېدو په اړه ډېر وخت غږونه پورته شوي او هر کال د سېپټمبر د میاشتې لسمه نېټه د جګړو د قربانیانو په یاد لمانځل کېږي.

د انتقالي عدالت د پلي کېدو په اړه د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو کمېسیون په ۲۰۰۵ میلادي کال کې یو پروګرام هم پیل کړ خو له دې ټولو سره خلک په دې باور دي چې افغانستان کې دا غوښتنه یوازې هیله پاتې شوې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د حامدکرزي د حکومت پر مهال د کورنیو جګړو د عاملینو او د بشري حقونو د ناقضینو یو لېست هم تیار کړ خو د وخت حکومت یې د بېلابېلو دلایلو له امله د خپرېدو مخنیوی وکړ.

د انتقالي عدالت برخه کې یوه بهرنۍ څېړونکې لیاویلفرد ري پیلانګو په دې باور ده چې د خلکو د اندیښنو په ځواب کې باید مدني ټولنې افغان حکومت او نړیواله ټولنه د پلي کېدو یو قاطع دریځ ولري.

هغې ازادي راډيو ته وویل، د عدالت د پلي کېدو لپاره ان سیمه ییزې هڅې مهمې دي.

د انتقالي عدالت برخه کې یوه بهرنۍ څېړونکې لیاویلفرد ري پیلانګو

نوموړې وویل:

"د عدالت د پلي کېدو لپاره کلتوري وده او مذهبي اصولو ته پابندي کولای شي اغېز ولري، له دې سره د محلي مشرانو ملاتړ او د حق غږ مهم دی، نړیوالې ټولنې ته هم په کار ده چې د عدالت او سولې د تأمین په برخه کې مرستو ته لومړیتوب ورکړي."

نوموړي د خلکو سره د خبرو او مرکو پر بنیاد وايي چې پخوانیو جنایتونو ته رسېده د وخت یوه مهمه اړتیا ده.

ومو غوښتل چې د انتقالي عدالت د پلي کېدو په اړه د خلکو د اندیښنو په ځواب کې د جمهوري ریاست او لویې څارنوالۍ نظر هم واخلو خو بریالي نشو.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې واحد مرکز وايي، خلک په دې باور دي چې تر کومه د بشري حقونو سرغړونکو ته سزا ورنه‎کړل شي تل پاتې سوله ناشوني ده.

یوسف خان ځدراڼ