ګراند: د عراق موصل کې د څښاک د اوبو وضعیت ډېر خراب دی

د عراق لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو هماهنګ کوونکې وایي، په موصل کې چې د جګړې لومړۍ کرښه ده، د څښاک د اوبو وضعیت ډېر خراب دی.

لیزګراند «Lise Grande» دا څرګندونې پرون په داسې حال کې وکړې چې عراقي حکومتي ځواکونه د شیعه ملېشو، کُرد جنګیالیو او د امریکا هوایي ځواک په ملاتړ په دې ښار کې پرمختګ ته دوام ورکوي.

موصل چې د عراق درېیم ستر ښار دی له ۲۰۱۴ کال راهیسې د اسلامي دولت ډلې د سخت دریځو په ولکه کې دی.

د دغه ښار بېرته نیول به د عراق د کمزوري حکومت لپاره ستر بریالیتوب او د داعش تر نفوذ لاندې ساحې د له لاسه ورکولو لپاره پر دې ډلې یو ستر ګوزار وي.

د فرانس پرېس خبري آژانس د ګراند له قوله خبر ورکوي چې ویلي یې دي، په موصل کې نېږدې نیم میلیون وګړي چې ورځ تر بلې د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي اوس د څښاک پاکو اوبو ته هم لاسرسی نه‌لري.

هغې پر ماشومانو، ښځو او کورنیو د پاکو اوبو د نشتوالي اغېز ناورین بللی دی.

د اکټوبر له ۱۷مې چې د موصل د بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات پیل شوي، له ۷۰۰ زره زیات کسان د جګړو له امله تیښتې ته اړ شوي دي.