د پاکستان نوي لوی درستیز وویل د ترورېزم پرضد به مبارزه دوام وکړي

د پاکستان نوي لوی درستیز پرون شمالي وزیرستان کې وویل چې د ترورېزم پر ضد به مبارزه دوام وکړي.

جنرال قمر جاوید باجوه یوه ورځ وروسته تر دې شمالي وزیرستان ته ولاړ چې د جنرال راحیل شریف پرځای یې د پاکستان د لوی درستیز په توګه په رسمي ډول کار پیل کړ.

شمالي وزیرستان کې پاکستاني پوځیانو د ترهګرو پر ضد د ۲۰۱۴ میلادي کال د جون په میاشت کې عملیات پیل کړي دي چې د پوځیانو په وینا وروستیو مرحلو ته رسېدلي دي.