صافۍ: د مېرمنو وضعیت ښه کېدو لپاره پام وړ کارونه دې شوي

د افغان ښځو شبکه وايي چې په تېرو پنځلسو کلونو کې د افغان مېرمنو وضعیت د ښه کېدو په برخه کې د پام وړ عملي ګامونه نه دي پورته شوي.

د دغې شبکې مشرې حسینې صافۍ نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل که څه هم په دې برخه کې منظمې پالیسۍ او قوانین رامنځته شوي، خو عملي بڼه یې کمرنګه وه.

مېرمن صافۍ ناسم دودونه، د معافیت فرهنګ موجودیت او کم عامه پوهاوی د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عمده عوامل ګڼي.

دا په داسې حال کې چې څه موده ولسمشر محمد اشرف غني هم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یو ملي او جدي ستونزه بللې وه خو ژمنه یې کړه چې حکومت به په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.