افغان ښځینه پولیسې له کومو ستونزو سره مخ دي؟

کم معاش، نامناسب کاري چاپېریال، د ټولنې او کورنۍ نامناسب سلوک هغه ستونزې دي چې ښځینه پولیس ورسره په کاري چاپېریال او کورنۍ کې مخ دي.

یو شمېر دغه ښځینه پولیسو د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی اکثراً د خپلو کورنیو سرپرستانې دي او په کم معاش او امتیازاتو سره د کورنۍ لګښتونه نه‌شي پوره کولای.

د دغو ښځینه پولیسو له ډلې څخه راضیه خپلې ستونزې داسې بیانوي:

"زه وظیفه لرم، مېړه مې ګواښي وایې چې ناوخته راځې، سربازان یو، د موټر کرایه نه‎لرو، په همدې ځای کې هم ستونزې لرو تشناب نه‎لرو، ډېرې اسانتیاوې نه‎لرو. موږ ۱۰ زره افغانۍ معاش لرو، دوه-دوه نیم زره‌یې د موټر په کرایه لګېږي او اووه نیم زره پاتې کېږي چې ورباندې هېڅ هم نه‎کېږې هر یو موږ اووه یا اته اولاده لرو."

راضیه وايي، حکومت باید د ښځینه پولیسو لپاره د مناسب کاري چاپېریال او د معاشونو د لوړولو برخه کې هڅې وکړي.

دغه ښځینه پولیسې وایي چې له کاري چاپېریال بهر هم ستونزې لري او ان دوی نه‎شي کولای چې په یوه کرایي کور کې تر شپږو میاشتو ډېر ژوند وکړي.

د دوی په خبره کله چې د کور څښتن خبر شي چې دا پولیسه ده د کوره‌یې ځوابوي.

یوه بله ښځینه پولیسه سهیلا په دې اړه داسې وایي:

"زموږ معاش لږ دی یو کور نه‎شو اخیستلای، د پولیسو پوښتنه څوک نه‎کوي، مناسب اطاق نه‎لرو، مناسب ځای نه‎لرو، دلته ښه ورځ نه‎لرو، پولیس باید قدر او عزت ولري کور ته ځو مېړونه مو جنګ راسره کوي، وهي مو، نفقه نه‌راکوي، خرڅ نه‌راکوي، ۱۴ کاله کېږې چې زه پولیسه یم، کور نه‎لرم هر ځای کې چې واړوم دوه میاشتې وروسته د کور څښتن راته وایي کور مې راخالي کړه موږ ته خطر جوړوئ."

سهیلا وایي، غوره ده چې د ښځینه پولیسو سره تبعیضي چلند ونه‎شي او له ظرفیتونو څخه‌یې په تصمیم نیوونکو بنسټونو کې هم ګټه واخیستل شي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اوس‌مهال مرکز او ولایتونو کې درې زره ښځینه پولیسې په بېلابېلو امنیتي څانګو کې فعالیت لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مسؤلین د ښځینه پولیسو ستونزې مني خو وایي چې د تېر کال را په‎دې‌خوا یې د دوی د ستونزو د هواري او ورته د غوره کاري چاپېریال د چمتو کولو په هدف هڅې پیل کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب الله دانش

د یاد وزارت مرستیال ویاند نجیب‌الله دانش په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"له تېر کال را په‎دې‌خوا زموږ ټینګار پر دې دی چې ښځینه پولیسو ته کاري او مسؤلیتي اسانتیاوې برابرې کړو، کابل کې چې ښځینه پولیسو کومې ستونزې لرلې هغه مو هوارې کړي، دغه پروګرام به په ولایتونو کې هم عملي کړو، کوښښ کوو چې دغه پروګرام ټولو ولایتونو ته وغځوو، خو اوس هم زموږ په ځینو برخو کې ستونزې شته."

هغه ښځې چې د ملي پولیسو په لیکو کې فعالیت کوي وایي، که حکومت د دوی ستونزو ته پام ونه‎کړي د پولیسو په لیکو کې شاملېدو برخه کې به د ښځو او نجونو لېوالتیا راکمه شي.

راپور: سباوون کاکړ