د ننګرهار امنیه قوماندانۍ یو کارمند د رشوت په تور نیول شوی

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ یو تن کارکوونکی د رشوت اخیستلو په تورنیول شوی.

ختیځ زون کې د اداري فساد پرضد د ساحوي دفتر مشر احمد شاه نبي مومند د سې شنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې رسنیو ته وويل چې د دوی کارکوونکو د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرضد یو تن کار کوونکی د فساد اخیستلو په تور لاس په لاس نیولی.

نوموړي وويل هغه کس چې دوی ته عارض شوی و د هغه حقوقي قضيه وه چې ترې پنځه زره ډالر غوښتي وو خو د اوس لپاره يې پنځه سووه امریکايي ډالر ورکړي و چې د دوی کارکوونکو لخوا ونیول شو.

د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل حضرت حسین مشرقيوال د دې پېښې په اړه ناخبري وښوده.

د ویلو ده چې څه مو ده وړاندې د فساد پرضد ادارې د دې ولایت د عدليه ریاست یو تن کارکوونکی هم د رشوت اخیستلو په تور نیولی و.