WFP: لا هم ډېری افغانان له خوارځواکۍ سره مخ دي

په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان "WFP" وايي چې له زیاتو هڅو سره-سره لا هم هېواد کې زیات شمېر خلک په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ، ویټامینونو او منرالونو له کمښت سره مخ دي.

د دغه سازمان مرستیالې نوکو فوګنګا د سې شنبې په ورځ کابل کې د خوړو د غني کولو پروګرام د کمپاین پر مهال وویل، دوی غواړي هېواد کې د کورنیو تولیداتو فابریکې دې ته وهڅوي چې غني شوي خواړه تولید کړي.

نوموړې وایي چې یوازې غني شوي خواړه کولای شي د بدن د اړتیا وړ منرالونه او اړ ویټامینونه پوره کړي.

دی وايي:

"د روغتیا نړیوال سازمان یا «WHO» د معیارونو له مخې په افغانستان کې خوارځواکي او د دغه هېواد د وګړو په بدن کې د ویټامینونو او منرالونو کموالی خورا زیات دی، ځکه د خوړو نړیوال سازمان یا «WFP» د افغانستان عامې روغتیا وزارت سره په ګډه په څو پروژو کار کوي څو چې له کورنیو تولیداتو څخه غني شوي خواړه ترلاسه شي، دغه‌راز موږ د دغه کمپاین له لارې غواړو په هېواد کې د سیمه‌ییزو خوړو څخه استفاده دود کړو.​"

د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ د ۴۳ میلیونه افغانیو په ارزښت یو اووه میاشتنی کمپاین پیل کړی چې له مخې یې په کابل او ولایتونو کې عامو خلکو ته د غني شویو خوړو په اړه عامه پوهاوی ورکول کېږي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۳ میلادي کال سروې ښيي چې افغانستان کې د امیدوارۍ پر مهال ۲۴ سلنه میندې او له شپږ میاشتو نه تر ۵ کلنې ۲۶ سلنه ماشومان د وینې یا اوسپنې له کموالي سره مخ وي، دغه‌راز د امیندوارۍ پر مهال ۹۵.۵ سلنه میندې او له شپږ میاشتو نه تر ۵ کلنۍ ۸۱ سلنه ماشومان د ویټامین «ډي» له شدید کموالي سره مخ وي.

د دغه وزارت په وینا د منرالونو او ویټامینونو کموالی د انسان بدن کې د وینې د کموالي، قد ټیټوالي، ذهني ناتوانۍ، جاغور او شب کورۍ لامل کېږي.

د یاد وزارت د ملي انسټیټیوټ عمومي رئیس بشیر نورمل د دغه کمپاین د پرانیستلو پر مهال وویل، که څه هم په تېره یوه لسیزه کې د افغانانو د خوارځواکۍ د له‎منځه وړلو په هدف هڅې شوي خو بیا هم خوارځواکي د دوی لپاره یوه لویه ستونزه ده.

ښاغلي نورمل زیاته کړه:

"که څه هم په تېره یوه لسیزه کې د افغانانو د خوارځواکۍ برخه کې پرمختګونه شوي دي خو بیا هم د ۲۰۱۳ میلادي کال د خوارځواکۍ ملي سروې ښيي چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت لپاره خوارځواکي یوه لویه جدي ستونزه ده او په نړۍ کې لوړ رقم لري."

د ښاغلي نورمل په خبره افغانستان کې زیات شمېر ښځې او ماشومان د وینې، ويټامین ډي او ويټامین اې له کموالي سره مخ دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې اوس‎مهال د هېواد په پنځو ولایتونو کابل، هرات، کندز، بلخ او ننګرهار کې خلک غني شویو خوړو ته لاسرسي لري.

راپور: مرضیه احمدزۍ