بېدار: غیر مسؤله وسله‌وال بدخشان کې د لاجوردو قاچاق کوي

د بدخشان مرستیال والي وایي، د دغه ولایت په کران او منجان ولسوالیو کې د لاجوردو کانونه د غیر مسؤله وسله‌والو په لاس کې دي.

ګل محمد بېدار نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه غیر مسؤله وسله‌وال د لاجوردو د کان استخراج او قاچاق کوي خو دولت پرې هېڅ ډول کنټرول نه‌لري.

نوموړي زیاته کړه:

"په مجموع کې ویلی شم چې دا مهال د لاجوردو کان د غیر مسؤله وسله‌والو یا هماغه د سیمې د قوماندانانو په لاس کې دي او قاچاق کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د امریکا نېشنل انټرسټ ورځپاڼې هم په دې وروستیو کې د بدخشان د لاجوردو پر کان د غیر مسؤله وسله‌والو د کنټرول راپور خپور کړی و.