ننګرهار چارواکي: ۲۴ ساعتونو کې ۳۰ داعشیان وژل شوي

په ننګرهار کې چارواکو ویلي چې په ۲۴ ساعتونو کې يې د داعش ۳۰ وسله‎وال وژلي دي.

د ننګرهار د پولیسو ویاند حضرت حسین مشرقیوال پرون دوشنبه خبري رسنیو ته وویل، د داعش یو قاضي هم په ‎دې هوايي حملو کې وژل شوی دی.

په همدې حال ‎کې چارواکي وايي چې په زابل کې څلور سرحدي پولیس د وسله‎والو طالبانو په کمین کې وژل شوي دي.

د زابل والي بسم‎الله افغانمل دا پېښه تائید کړې او د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته‌یې ویلي چې پولیسو په یوه غرنۍ سیمه کې ګزمه کوله.

افغانمل ویلي چې په‎ دې حمله کې ۷ تنه وسله‎وال طالبان هم وژل شوي دي.