ملګري ملتونه: ۲۰۱۶ کال کې ۵ لکه افغانان جګړو تېښتې ته اړ کړي

ملګري ملتونه وایي، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې لږ تر لږه پنځه لکه افغانان د جګړې له امله له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو دا رپوټ چې پرون دوشنبه خپور شو په افغانستان کې د جګړې له امله د بې‌کوره شویو خلکو تر ټولو لوړه شمېره څرګندوي.

د رپوټ په حواله، افغانستان ته له پاکستانه هم د خلکو د بېرته ستنېدو لړۍ د چټکتیا په حال ‎کې ده.

ملګري ملتونه وايي، په روان کال کې څه باندې شپږ نیم لکه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

خو د افغانستان حکومت وايي، سږ کال د جګړې له امله ۳۰ فیصده بې‌کوره شوي خلک بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.