سرنوشت: ټاکنیزو کمېسیونونو مشران له وړاندې معلوم وو

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د انتخاباتي کمېسیونونو او غړو دنن او پرون په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، د ټاکنیزو کمېسیونونو مشران له وړاندې معلوم وو.

په سرمقاله کې وړاندې د یادو کمېسیونونو د نوي اداري پلاوي د ټاکلو په تړاو راغلي، وروستي ټول بدلونونه ښيي چې تر اوسه هر څه د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست د خوښې او پروګرام سره سم پر مخ ځي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، دوی به لومړیو کې سره جوړ وي خو چې کله د عملي کار وخت راشي نو بیا به د ملي یووالي د حکومت د مشرانو په شان له یو بل سره وران شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور هغه مهال به بیا یاد کمېسیونونه د لانجو، ستونزو، اختلافونو او ګډوډیو مرکزونه وي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، د دې لپاره چې پخواني مسائل یو ځل بیا تکرار نه‎شي نو له یو خوا حکومت باید د راتلونکو ټاکنو دمخه خلکوته برېښنايي تذکرې وویشي او امنیت ټینګ کړي او بل‎خوا باید د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي کمېشنرانهم د رڼو ټاکنو په خاطر له پوره صداقت نه کار واخلي.

په مطلب کې وړاندې راغلي، د یادو کمېسیونونو غړي باید د یوې خپلواکې ادارې په توګه په خپلو چارو کې چاته د لاسوهنې اجازه هم ورنه‎کړي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګڼې په سر مقاله کې د پخوانیو کمېشنرانو د نن په اړه لیکلي دي.

ویسا لیکلي، د انتخاباتو او شکایتونو د کمېسیونونو پخواني غړي ولسمشر غني د یو ځانګړي فرمان له مخې خپل مشاورین وټاکل.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا نه پر پخوانیو کمېشنرانو کوم احسان دی او نه هغوی ته کوم امتیاز، بلکې د ده په خبره ولسمشر او حکومت بله هېڅ چاره نه درلوده چې په یوه بڼه پخواني کمېشنران د حکومت برخه اعلان او خپل حیثیت اعاده کړي.

خو په سرمقاله کې راغلي، حکومت په تېره ولسمشر نه‎شي کولای چې د پخوانیو کمېشنرانو د دندو له اعلان سره هغه جفا جبران کړي چې د اصلاحاتو په نوم له انتخاباتي نظام سره وشوه.