جوزجان کې یو قومي مشر د جنرال دوستم ساتونکو نیولی دی

له جوزجان ولايته راپورونه وايي چې د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم ساتونکو یو قومي مشر چې انجنیر احمد ايشچي نومېږي، د ده په امر نیولی او له ځان سره‌یې وړی دی.

د ښاغلي ايشچي زوی انجنیر باتور له ازادي راډيو سره د خبرو پر مهال د دې پېښې په اړه چې د جمعې په ورځ شوې، داسې وويل:

"د بُزکشي د مسابقې پر مهال زما پلار پر اس سپور و او زه‌يې تر څنګ وم. د جنرال دوستم له سرتېرو یو راغی او وېې‌ويل چې لومړي مرستيال صيب تاسې غوښتي ياست. زما پلار ورغی، له اسه ښکته شو، ورسره‌يې سلام عليکي وکړه، لس دقيقې يې هلته خبرې وکړې وروسته‌يې غږونه اوچت شول، د مرستيال صيب حالت نه‌پوهېږم څه ډول و، ډېر احساساتي و. زما د پلار ډېر سپکاوی يې وکړ، اخر يې په موټر کې له ځان سره یووړ."

د جوزجان امنيه قوماندان رحمت‌الله ترکستاني تېره شپه ازادي راډيو سره د خبرو پر مهال پرته له دې چې نور جزئیات ورکړي، تائيد کړه چې انجنیر ايشچي تېره جمعه نيول شوی دی.

د دې پېښې انګېزه نه‎ده روښانه او انجینیر ايشچي د دې خبر تر تيارېدو پورې نه‌و راخوشې شوی.