ننګرهار کې څه کم۱۰زره کېلو ګرامه کیمیاوي مواد نیول شوي

د ننګرهار ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، په یاد ولایت کې یې څه کم ۱۰ زره کېلو ګرامه کیمیاوي مواد نیولي دي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي چې یاد مواد تېره ورځ ناوخته په تورخم کې سرحدي پولیسو د پلټنو پر مهال په یو بار وړونکي موټر کې نيولي دي.

نوموړی وايي د ایوب په نامه یوه کس چې دغه مواد يې ننګرهار ته لېږدول هغه هم نیول شوی.

د ولایتي چارواکو په خبره د امونیم نایټرېټ په نامه دغه کيمياوي مواد په چاودېدونکو توکو کې کارول کېږي.