ټاکل شوې سبا د اقینې ریل پټلۍ پرانیستل شي

ټاکل شوې سبا د افغانستان او ترکمنستان ولسمشران رسماً د ترکمنستان له اته مراد تر اقینې د ریل پټلۍ لارې پرانیسته وکړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د دغه لارې د پرانیستلو او د ټرانسپورټ په پایداره ناسته کې د ګډون لپاره د جمعې په ماښام ترکمنستان ته تللی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام‌الدین پسرلی وايي چې سبا به په همدغه سیمه کې د افغان توکو یو نندارتون هم جوړ شي.

د افغانستان او ترکمنستان د ریل پټلۍ د افغانستان په خاوره کې درې عشاریه پنځه کېلو متره ده چې د ترکمنستان له لوري جوړېږي او د ترکمنستان د اته مراد له سیمې د افغانستان د اقینې تر بندره رسېږي.