ملي ارمان: طالبان غواړي پاکستان له نړیوالو فشارونو وباسي

د کابل چاپ ورځپاڼو نن تر ډېره له کوټې څخه هلمند ته د طالبانو د مشرتابه پلاوی د لېږدیدو په اړه مطالب او تبصرې خپرې کړې دي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې په یوه مطلب کې د طالبانو له قوله لیکلي چې د مشرتابه شورا یې افغانستان ته لېږدېدلې ده.

په دې اړه مطلب کې راغلي که چېرې دا خبر سم وي او د طالبانو مشرتابه پلاوی هلمند ته انتقال شوی وي نو دا په دې معنی ده چې طالبان د افغان حکومت پر وړاندې جګړه کې پر ځان باوري شوي.

د مطلب لیکوال ویلي کېدای شي د طالبانو دا کار له پاکستان څخه د دې ډلې د لېرې کېدو هڅه هم وي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې ویلي چې طالبان غواړي پاکستان له فشار څخه وژغورل شي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، افغانستان ته د طالبانو د رهبري پلاوي د لېږدېدو هڅه د پاکستان ده او غواړي چې په دې ډول درواغو دا څرګنده کړي چې د طالبانو هسته د دې هېواد په داخل کې ده.

سرمقاله لیکونکی وایي، هغه هېوادونه چی له تروریزم سره مبارزه کول غواړي باید په دې ډول دروغو تېر و نه وځي او پرې نږدي چی پاکستان له فشارڅخه ووځي.

مدنیت:

مدنیت ورځپانې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د طالبانو د مشرتابه پلاوي لېږدېدل د خطر زنګ دی او باید له پامه ونه غورځول شي.

د سرمقالې د لیکوال په لیکنه تردې وړاندې هم ځینی پېښې شوي چې حکومت ناسمې بللي، خو وروسته بیا په واقعیت بدلې شوی دي.

سرمقاله لیکونکی وایي، که چېری رښتیا هم د طالبانو مشرتابه پلاوی افغانستان ته کوچېدلی وي نو دا پرځان ددې ډلې اعتماد ښیي او څرګندېږي چې طالبان غواړي له پاکستان څخه فاصله ونیسي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو د اسوشیېټیډ پریس په حواله لیکلي چی طالبانو د کوټې شورا د افغانستان جنوب ته انتقال کړې ده.

په مطلب کې راغلي د طالبانو قضایه شورا، مالي کمېټه او د جلب او جذب مرکز هملند ته لېږدول شوی دی.

په مطلب کې د څېړونکو له قوله راغلي چې افغانستان ته د طالبانو د کوټې شورا د لېږدولو هڅې له پخوا نه روانې وې او له دې سره به په دې هېواد کې ترپخوا جګړه شدت ومومي.

د ویسا سرمقاله هم پر همدې موضوع څرخي او په بېلا بېلو سیمو کې نا امنیو او خپل سریو ته په اشاره وایي چې افغانستان د یوې لویې توطیی پر ډګر بدل شوی،ګاونډیان یی مخلص نه دي او نړیواله ټولنه په دې هېواد کې له خپلې ګټې پرته په بل څه باور نه لري.

نسیم شفق.