جنرال قمر جاوید باجوه د پاکستان نوی لوی درستیز وټاکل شو

د پاکستان صدراعظم د دغه هېواد د پوځ په مشرتابه کې ځینې مهم بدلونونه راوستي دي.

جنرال قمر جاوید باجوه په پاکستان کې د پوځ تر ټولو مهمې څوکۍ یعنې لوی درستیزۍ ته انتخاب شوی دی.

د پاکستان په پوځ کې یو بل ستر بدلون هم راغلی هغه دا چې جنرال زبیر محمود ته د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې مشري ور په غاړه شوې ده.

د پاکستان د صدراعظم نواز شریف دفتر پرون په یوه بیان کې ویلي چې:

"د صدراعظم نوازشریف په وړاندیز ولسمشر ممنون حسین د جنرال زبیر محمود او جنرال قمر جاوید باجوه مقررۍ منظور کړې دي."

جنرال باجوه به د سې شنبې په ورځ رسماً خپله دنده پیلوي.

هغه د جنرال راحیل شریف پر ځای دې څوکۍ ته انتخاب شوی دی.

د پاکستان پخوانی لوی درستیز راحیل شریف.

جنرال راحیل شریف د پوځ لومړنی لوی درستیز بلل کېږي چې په ټاکلې موده کې خپله دنده پای ته رسوي.

جنرال قمر جاوید باجوه پخوا د پوځ د روزنې او ارزونې مشر و، په کانګو افریقايي هېواد کې یې د پاکستان د پوځیانو یوه ډله رهبري کوله او په کاناډا او امریکا کې یې پوځي روزنې هم کړي دي.

په پاکستان کې د پوځ د نوي لوی درستیز په اړه ډېر معلومات نه‌دي شریک شوي.

د واکمن پوځ او د ملکي حکومت تر منځ د اړیکو او د سرسخته سیال "هند" په اړه د جاوید قمر باجوه دریځ او ځیني نور حساس مسایل هم لا نه‌دي روښانه شوي.

روېټرز خبري اژانس لیکلي چې که څه هم پخوانی لوی درستیز جنرال راحیل شریف تر ډېره په خپله دنده کې بریالی و او ډېر مخالفین‌یې ځپلي خو جنرال باجوه ته لا هم په کور دننه او بهر کې ځینې ناحل لانجې پر ځای پاتې دي.

په بلوچستان کې په یوازې درېیو حملو کې د ۱۸۴ کسانو وژل کېدل او د اسلامي دولت ډلې له‌خوا د ځای ځایګي جوړول او د پاکستاني طالبانو حملې کورنۍ لانجې دي چې باجوه ننګوي.

روېټرز خبري اژانس ویلي له سرسخته سیال هند او ملګري امریکا سره د پاکستان اړیکې په وروستي یوه کال کې زیاتې خرابې شوې دي چې دا هم په بهرنیو مسایلو کې د یوې لانجې په توګه باجوه ننګولی شي.

دا دواړه هېوادونه پاکستان تورنوي چې اسلام‌پالو افراطیانو ته‌یې په خپل هېواد کې ځای ورکړی دی او افغانستان هم په دې مسئلې سختې نیوکې کړي چې پاکستان افغان طالب مشرانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی.

پاکستان چې په ۱۹۴۷ کال کې خپلواکي ترلاسه کړې په ۶۹ کلن عمر کې يې تر نیمايي زیات وخت پوځیان واکمن و او د لوی درستیزي مقام تر ټولو با قدرته څوکۍ بلل شوې ده.

لا معلومه نه‌ده چې د پاکستان د پوځ نوی لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه به څومره وتوانېږي خپله نوې دنده لکه څنګه چې ترې تمه کېږي په سمه توګه مخته یوسي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی