بلوچستان کې ۲چینايي انجنیران وژل شوي

دوه چینایي انجینران نن د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د نامعلومو کسانو لخوا ووژل وه.

سیمه ییزو چارواکو د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې دغه دوه چینایي وګړي نن سهار داسې مهال ووژل شوه چې د کار پر لور روان و.

برید کوونکو د هغوی موټر واخیست او وتښتېدل.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښي مسؤلیت نه دی منلی.

پېښه په پاسني سیمه کې شوې چې ګوادر بندر ته نږدې ده.

دوې اوونۍ وړاندې د پاکستان صدراعظم نواز شریف او د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د ګوادر بندر له لارې د چین د کالیو د لومړنۍ جوپې هرکلی وکړ.

د چین او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهلیز د پروژې له مخې چین په پاکستان کې اقتصادي لاري او تاسیسات جوړوي.

د چین دا پروژه څه باندې څلویښت میلیارده ډالره ارزښت لري.