ولسي جرګه: حکومت د داعش ډلې پلانونو په اړه بې تفاوته دی

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي، داعش پلان لري چې د افغانستان په هرې ولسوالۍ کې دوه سوه کورنۍ د کډوالو په توګه ځای پرځای کړي.

ظاهر قدیر چې نن یې د دې جرګې د غونډې مشري کوله وویل چې حکومت د داعش د دغه پلان په اړه بې تفاوته دی.

خو د افغانستان دفاع وزارت وایي چې داعش له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري او ټول پلانونه به یې شنډ کړای شي.