غني: پایداره ټرانسپورټ سره به سیمه له بېوزلې خلاصه شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د یوه پایداره ترانسپورټ په جوړېدو سره به لسګونه میلیونه کسان په سېمه کې له بې وزلۍ خلاصه شي.

ښاغلي غني نن په ترکمنستان کې «د پایداره ټرانسپورټ نړيوال کنفرانس» غونډې ته په وینا کې وویل چې افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د نښلېدو لپاره مهم ګامونه اخیستي دي.

نوموړي د افغانستان جغرافیوي موقعیت ته په اشارې وویل چې دغه هېواد کولی شي چې د سیمې په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.

ټاکل شوې چې ولسمشر محمد اشرف غني په اقینې کې د اوسپنې پټلۍ په پرانیست غونډه کې هم ګډون وکړي.

ولسمشر غني تېر ماښام د درې ورځني رسمي سفر په موخه د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي سره د ترکمنستان پلازمینې عشق‌اباد ته روان شو.