ولسمشر غني او شریف د سیمې پر وضعیت خبرې وکړې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان صدراعظم نواز شریف نن د افغانستان، پاکستان او سیمې پر وضعیت خبرې وکړې.

ولسمشر غني او نواز شریف نن شنبې په ترکمنستان کې«د پایداره ترانسپورټ نړيوال کنفرانس» په څنډه کې سره کتلي دي.

د یو شمېر راپورونو په اساس د پاکستان صدراعظم په دې کتنه کې ویلي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې ملاتړی دی ځکه چې په خبره یې د افغانستان پایداره سوله د پاکستان په ګټه ده.

نوموړي همدارنګه ویلي چې افغانستان او پاکستان دواړه له تروریزم څخه زیانمن دي او باید په دې برخه کې ګډه مبارزه وشي.