ولسي جرګه: دوزیرانو استیضاح پر سر کړکېچونه باید زیات نشي

د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي، د افغانستان ستره محکمه باید پرې نږدې چې د وزیرانو د استیضاح پر سر کړکېچونه لا زیات شي.

د دغې جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدير چې د نن ورځې د جرګې مشري یې هم کوله په دې اړه وویل:

"د افغانستان ستره محکمه باید په دې موضوع کې ځان ښکېل نه کړي او باید پرې نږدې چې رامنځ ته شوي کړکېچونه لا زیات شي."

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې ولسي جرګې ۱۶ هغه وزیران استیضاح کړل چې کمه پراختیایي بودجه یې مصرف کړې وه چې له هغې جملې څخه یې ۷ وزیران سلب صلاحیت کړل.

افغان ولسمشر د وزیرانو د استیضاح او سلب صلاحیت موضوع د تفسیر لپاره سترې محکمې ته لېږلې، خو تراوسه سترې محکمې پرې کوم پرېکړه نه ده کړې.