بلغاریا یو شمېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته استوي

د بلغاریا صدراعظم وايي، یو شمېر افغان کډوال به بېرته خپل هېواد ته واستول شي.

بویکوبوریسوف پرون په هرمنلې سیمه کې چېرته چې د یوه کمپ افغان کډوالو د تېرې پنجشنبې په ورځ له پولیسو شخړه وکړه، خبریالانو ته وویل:

"د افغان کډوالو یوه وړه ډله- پینځه کسان ـ به له بلغاریا وویستل شي، ملي امنیتي ملحوظاتو ته په پام سره به سمدستي خپل هېواد ته وسپارل شي، موږ یوه الوتکه په کرا نیولې چې په دسمبر میاشت کې د دوی ایستل پیل شي."

د تېرې پنجشنبې په ورځ افغان کډوالو له بلغاریايې پولیسو سره اخ و ډب وکړ چې له امله يې ۶ پولیسان ژوبل شول.

د بلغاریا د کډوالو په دې کمپ کې نږدې درې زره کسان مېشت چې غواړي له دې ځایه نورو اروپايې هېوادونو ته لاړ شي.

د کډوالو او پولیسو ترمنځ له شخړې وروسته شااوخوا څلور سوه کډوال نیول شوي دي.