میاخېل: یو شمېر ادارو بېځایه شویو سره د مرستې ژمنه کړې

د کډوالو اوبېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر مرستندویه ادارو په افغانستان کې له بېځایه شویو کورنیو سره د مرستو ژمنه کړې ده.

د یاد وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی هڅه کوي چې د ژمې له سړېدو سره سم بېځایه شوو کورنیو ته عاجلې مرستې ورسېږي.

د محلې ارګاونو د ادارې په وینا د یو شمېر ولایتونو د والیانو له لارې بېځایه شوو ته د مرستو رسولو لړۍ دوام لري.

افغان چارواکي وايي، دا مهال شااوخوا یومیلیون کسان چې د یو شمېر ولایتونو له نا امنیو کډه شوي، له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.