رادمنش: «شفق۲»پوځي عملیات له لاسته راوړنو ډک و او دوام به ولري

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د «شفق۲» په نوم پوځي عملیات له لاسته راوړنو ډک و او پرمهال یې وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

دفاع وزارت وايي، د «شفق۲» په نامه پوځي عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي چې په ترڅ کې د وسله والو یو شمېر مرکزونه هم له منځه تللي او سخته ضربه یې ورسولې ده.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش پرون جمعه په ورځ ازادي راډیو ته وویل د روانو عملیاتو په لومړیو پنځو ورځو کې د دولت ضد لسګونه وسله وال وژل شوي دي.

رادمنش: د یادو عملیاتو پرمهال وسله‌وال سخت ځپل شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د سلو په شااوخوا کې د دښمن کسان پکې وژل شوي دي، له نېکمرغه چې زموږ د سرتېرو مرګ ژوبله کمه ده، د شفق دوهم پوځي عملیاتو د جریان پرمهال یعني د قوس له لومړۍ تر دامهاله زموږ ۸ سرتېري وژل شوي دي."

«شفق۲» پوځي عملیات د دوشنبې په ورځ د افغانستان په هغو ولایتونو کې چې د دولت وسله وال مخالفان په کې فعال دي،پیل شوه.

د ښاغلي رادمنش په وینا افغان امنیتي ځواکونو د روانو عملیاتو په لړ کې د وسله والو یو شمېر مهم مرکزونه هم له منځه وړي دي.

رادمنش: د یادو عملیاتو پرمهال د دښمن یو شمېر مرکزونه له منځه تللي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ توانېدلیو چې د شفق دوهم پوځي عملیاتو پرمهال دښمن له هغه ځایونو چې مخکې پکې یې پټن ځایونه لرل او له هغه ځایه فعالیت کاوه وباسو، د مثال په ډول د ننګرهار پچیر اګام کولای شو نوم واخلو، کله چې مو دښمن په پچیر اګام له ماتې سره مخامخ کړ، هغوی غوښتل چې د نورستان دواب ولسوالۍ له ګواښ سره مخامخ کړي، موږ تېره ورځ جمعه دواب ولسوالۍ ته اکمالات وکړل او هلته مو دښمن له ماتې سره مخامخ کړ."

رادمنش وايي، د پکتیا ولایت د څمکنۍ او جانیخېلو ولسوالیو د امنیت لپاره هم ځانګړي تدابیر نیول شوي څو بیا دا سیمې د دولت د وسله‌والو مخالفانو لاسو ته ونه لویږي.

د پکتیا د جانيخېلو ولسوالي د روان کال په ترڅ کې د دولت وسله‌والو مخالفانو نیولې وه.

دفاع وزارت دغه راز وايي چې لا هم په کندز ښار او د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري.

ددفاع وزارت چارواکي وايي، په هلمند، هرات، فراه، او غور ولایتونو کې «شفق۲» عملیاتو زیاتې لاسته راوړنې لرلي دي.

دفاع وزارت وايي، «شفق۲» پوځي عملیات به تر راتلونکي هجري لمریز کال دوام ومومي.