مالیي وزارت: هڅه کوو د تېر کال په پرتله ډېر عواید راټول کړو

د افغانستان د مالیي وزارت وایي هڅه کوي چې له ګمرکاتو، مالیاتي او غیر مالیاتي ادارو څخه د تېر کال په پرتله ډېر عواید راټول کړي.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي که څه هم د روان مالي کال د راټولو شوېو عوایدو کره شمېره ونه‎ویل خو ویې ویل چې سږکال ای ام اف یا د پیسو نړیوال صندوق مالیې وزارت ته د عواېدو د راټولولو لپاره ۱۳۲ میلیارد افغانۍ هدف ټاکلی چې دغه وزارت هڅه کوي تر ټاکلي هدف زیات عواید راټول کړي.

ښاغلی عبدالرحیمزی وایي، د مالیې وزارت له فساد سره د مبارزې، د وړ کسانو د استخدام او د نویو سیسټمونو په لګولو سره د زیاتو عوایدو راټولو ته کار کړی دی.

"سږکال د مالیې وزارت هڅه کوي چې د عوایدو ګراف لوړ شي او موږ وتوانېږو چې د خپلو ټولو عایداتي منابعو څخه زیات عواید راټول کړو، سږکال د آی ام اف یا د پیسو د نړیوال صندوق له‎خوا موږ ته ۱۳۲ میلیارد افغانۍ هدف ټاکل شوی، خو موږ هڅه کوو چې د کال ترپایه تر ټاکل شوي هدف زیات عواید لاسته راوړو."

په همدې حال کې افغان سوداګر او عام خلک وایي حکومت پر دوی مالیات لوړ کړي خو د مالیاتو په وړاندې ورته د اړتیا وړ خدمات نه وړاندې کېږي.