بلغاریا کې پناه غوښتونکو سره په شخړه کې ۶پولیس ټپیان دي

په بلغاریا کې د پولیسو او پناه غوښتونکو تر منځ چې اکثر یې افغانان بلل شوي لانجه شوې او شپږ پولیس ټپيان شوي دي.

د بلغاريې د کورنیو چارو وزارت یوه مقام جورجي کاستو نووا ټلویزیون ته وویل چې دا لانجه پرون د بلغاریا د پناه غوښتونکو په هرمانلې کمپ کې چې ترکېې ته نېږدې دی رامنځته شوې ده.

کاستو زیاته کړې چې یو نیم زر پناه غوښتونکو په ۲۵۰ پولیسو ډبرې وارولې چې په نتیجه کې یې شپږ پولیس ژوبل شول او پولیسو هم په بدل کې ۴۰ پناه غوښتونکې ونیول.

په دې کمپ کې شاوخوا درې زره کسانو ته ځای ورکړل شوی او دغه کسان ټینګار کوي چې اروپايي هېوادونو ته د سفر اجازه ورکړي.

په بلغاریه کې چې د اروپا تر ټولو بې وزله هېواد بلل کېږي د ټولو پناه غوښتونکو شمېر ۱۳ زره تنه ښودل شوی چې اکثر یې افغانان دي.