د پاکستان د هوايي ځواک قوماندان هند ته خبرداری ورکړی

د پاکستان د هوايي ځواک قوماندان مارشال سهیل امان نن هند ته خبرداری ورکړی چې د کشمیر لانجې له زیاتولو ډډه وکړي او دا مسئله دې په جګړه نه بدلوي.

امان په‎داسې حال کې خبرداری ورکړی چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ د زیاتېدو په حال‎کې دی.

سهېل امان ویلي چې که هند د دې بحران د زیاتولو هڅې کوي، پاکستاني ځواکونه يې هم د مقابل اقدام کولو بشپړه پوهه لري.

د پاکستان پوځ وايي چې لږ تر لږه ۱۱ تنه پرون چهارشنبې د دوی خوا ته د هند له لوري په حملو کې وژل شوي دي.

د هند د پوځ یوه ویاند وویل چې اول د پاکستان پوځ له تفکيکه پرته د دوی پر پوستو ډزې کړې دي.