ننګرهار کې ۳ تنه له داعش سره د تړاو په تور نیول شوي

د ننګرهار پولیسو درې تنه له داعش ډلې سره د تړاو په تور نیولي دي.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې، دغه درې تنه د کوټ ولسوالۍ د بابا کلي اوسیدونکي دي چې په هسکې مینې ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

خو د دوی د نیول کېدو د وخت په اړه یې جزئیات نه‎دي خپاره کړي.

داعش ډلې هم د خپلو غړو د نیول کېدو په اړه تراوسه څه نه‎دي ویلي.