لوی څارنوال: ښځو سره د تاوتریخوالي دوسیې به جدي وڅېړو

د افغانستان لوی څارنوال وایي، له ښځو سره د شوي تاوتریخوالي دوسیې به په جدیت او هر اړخېزه توګه وڅېړي.

محمد فرید حمیدي نن ارګ کې له ښځو سره د تاوتریخوالي په مناسبت جوړې شوي غونډې ته د وینا پرمهال ټینګار وکړ چې د حکومت له لوري له ښځو سره د تاوتریخوالي د له‎منځه وړلو لپاره جدي اراده موجوده ده.

ښاغلي حمیدي زیاته کړه :

"تاوتریخوالی په افغانستان کې یوه جدي او اساسي معضله ده او ورسره د مبارزې لپاره هم موږ باید جدي، اساسي او نظام مند اقدامات ولرو."

له دې یوه ورځ مخکې په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مبارزې په هدف ۱۶ ورځنی کمپاین پیل شو.

اخوا د افغان ښځو شبکه وایې، له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د قانون عملي کېدو ته په دولت کې جدي اراده نه‎شته.