صدیقي: انتخاباتي سیسټم کې دې ژر تر ژره اصلاحات پیل شي

د خط نو سازمان او د انتخاباتو ځینې څارونکي بنسټونه د انتخاباتي کمېسیونونو له نویو کمېشنرانو څخه غواړي چې په انتخاباتي سیسټم کې ژر تر ژره اصلاحات پیل کړي.

د دغه سازمان رئیس فهیم صدیقي نن په یوه خبري ناسته کې په انتخاباتي اصلاحاتو کې پر جدیت او بې پرې توب ټينګار وکړ.

دغه سازمان له دې وړاندې د کمېشنرانو په ټاکنه کې له احتمالي سلیقوي او سیاسي چلند څخه اندیښنه څرګنده کړې وه.

خو د ملي وحدت حکومت مشرانو دوه ورځې مخکې د نویو کمېشنرانو د معرفۍ په غونډه کې وویل چې د انتخاباتي نظام اصلاح کول یې لومړیتوب دی او په دې برخه کې یې شته اندیښنې بې ځایه و بللې.