د پاکستان د ترورېزم ضد محکمې پنځه تنه په اعدام محکوم کړل

د پاکستان د ترورېزم ضد محکمې پنځه تنه د دوو عیسویانو د وژلو په تور په اعدام محکوم کړل.

شهزاد مسیح او شامه بي بي په ۲۰۱۴میلادي کال کې پنجاب کې د یوې ډلې له لوري د کفر په تور ووهل شول او بیا د قهر وړیو برید کوونکو له لوري د خښتو په بټۍ کې وسوځول شول.

د محکمې دا پریکړه په پاکستان کې د عیسوي ټولنې لپاره یوه بې سارې کامیابۍ ده.

تردې مخکې چارواکي له دې ویریدل که د مسلمانانو د دې ډلې پر ضد پریکړه وکړي، پیاوړې اسلامي ډلې به په قهر شي.

د ترروېزم ضد محکمې په لاهور کې پرون همدا راز اته تنه نور د دې پېښې په تړاو په دوه دوه کاله بند محکوم کړل او محکمې ۹۳ تنه نورو ته براءت ورکړ.