ټرمپ د اقلیمي بدلون په اړه له خپلې خبرې په شا شوی

د جمهوري غوښتونکو منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ چې د خپلې ادارې په جوړولو کار کوي، د پاریس د اقلیم د بدلون له تړونه د متحده ایالاتو د وتلو په اړه له هغې ژمنې په شا شوی چې د خپل انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې یې کړې وه.

ټرمپ د سې شنبې په ورځ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له اېډېټرانو او خبریالانو سره د مرکې په ترڅ کې د دې نښې څرګندې کړې چې ده دا حقیقت درک کړی چې بشري فعالیتونه او نړیواله تودوخه له یو بل سره یو څه تړلي دي.

ټرمپ وویل، دی به د اقلیم د بدلون په اړه د پاریس له تاریخي تړون څخه چې هوا ته د زهرجن ګازونو خپرېدل کموي، د متحده ایالاتو د وتلو مسئله په دقت تعقیب کړي.

ویل کېږي دغه زهرجن ګازونه د دې سبب کېږي چې د ځمکې د کُرې د تودوخي درجه لوړه شي.

ویل کېږي دغه زهرجن ګازونه د دې سبب کېږي چې د ځمکې د کُرې د تودوخي درجه لوړه شي.

د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې د ټرمپ دې خبرې چې دی به سمدستي پر دغه تړون د متحده ایالاتو لاسلیک لغوه کړي، د چاپېریال ساتنې او د اقلیم د بدلون متخصصین وارخطا کړل.

له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ټرمپ دغه‌راز د خپلې رقیبې هېلري کلېنټن په اړه هم له خپلې کړې خبرې یو څه په شا شو.

ټرمپ ویلي و، کلېنټن چې هغه وخت د بهرنیو چارو وزیره وه او له شخصي اېمېلونو څخه‌يې د دفتري کارونو لپاره کار اخیستی و، باید محاکمه شي.

دغې غوښتنې د ټرمپ کلک پلویان دې ته هڅولي و چې د هغه په انتخاباتي کمپاینونو کې «هغه بندي کړه» شعارونه ورکړي.

خو دې مسئلې له ډېرو امریکایانو سره د امریکا د ډموکراتیک سیسټم د بې‌ثابته کولو په اړه هم اندېښنې زیاتې کړې وې.

ټرمپ وویل، دی نه‌غواړي چې کلېنټن ته زیان ورسوي او زیاته‌یې کړه هغه په مختلفو بڼو ډېره ځورېدلې او کړېدلې ده.

ټرمپ به چې د راتلونکي کال د جنوري په شلمه د ولسمشر په توګه لوړه وکړي، دغه‌راز له روسیې سره د هر ډول اړیکو د ښه کېدو خبره رد کړه خو په خپل دریځ‌یې ټینګار وکړ چې واشنګټن او مسکو باید خپلې اړیکې په تېره بیا د سوریې په اړه ښې کړي.

ټرمپ په عراق کې د امریکا جګړه د متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو لویه تېروتنه وبلله او زیاته‌یې کړه چې د سوریې د شپږ کلنې کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو لپاره قوي پلانونه لري چې اوس‌یې جزئیات نه‎شي بیانولای.

ټرمپ ټینګار وکړ چې د ده په وینا هغه لیونتوب چې اوس په سوریه کې روان دی، باید پای ته ورسول شي.