غني: دولتي ادارو کې ښځو سره د توپیریز چلند مخه به ونیسو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ډاډ ورکوي چې په دولتي ادارو کې له ښځو سره د توپیريز چلند مخه به ونیسي.

ښاغلي غني نن په کابل کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وویل چې دا مهال په یو شمېر دولتي ادارو کې ښځې ګواښل کېږي او ورسره ناوړه چلند کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"په خواشینۍ سره چې نن ورځ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي یوه عمده برخه له ښځو سره د توپیريز چلند د یوه ناوړه فرهنګ له لارې په حکومتي ادارو کې ترسره کېږي چې د ښځو ګواښل او د ښځو د حضور د مخنیوي هڅې هم په‌کي شاملېږي."

ښاغلي غني وویل چې منفي تبعیض لاهم په حکومتي ادارو کې روان دی، خو په وینا یې چې د دغه تاوتریخوالي مخنیوي لپاره به جدي اقدام وکړي.