ټرمپ د اقلیمي بدلون توافق په اړه له خپلې ژمنې په شا کېږي

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ د اقلیم د بدلون د توافق په اړه له خپلې هغې ژمنې په شا کېدونکی دی چې د انتخاباتي کمپاین پر مهال‌يې کړې وه.

ټرمپ د سې شنبې په ورځ له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، هغه فکر کوي چې انساني فعالیتونه او د ځمکې تودوخه تر یوه بریده له یو بل سره تړاو لري.

ډونالد ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال د اقلیم د بدلون موضوع پوښتلې وه او ویلي وو چې که دی منتخب شي نو متحده ایالات به د پاریس د اقلیم د بدلون له توافق وباسي.