د کندز بز کندهاري سیمې ځینو کسانو له ولسمشر غني سره ولیدل

د کندز په "بُز کندهاري" سیمه کې د وژل شویو کسانو د کورنیو یو شمېر غړو پرون سې شنبه له ولسمشر محمد اشرف غني سره پر خپلو ستونزو خبرې وکړې.

په‎ دې سیمه کې لنډه موده مخکې په هوايي حمله کې یو شمېر ملکي کسان ووژل او زخمیان شول.

د دې پېښې د قربانیانو د کورنیو غړو له ولسمشره غوښتنه کړې چې په پوځي عملیاتو کې د ملکي خلکو امنیت ته پر پاملرنه ټینګار زیات کړی او امنیتي ځواکونو ته د ښه دقت سپارښتنه وکړي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني له‎ دې خلکو مننه کړې چې خپلې اندېښنې او نظرونه‌يې ورسره شریک کړي دي.