کونوي: د کلېنټن د اېمېلونو په اړه به نورې قانوني څېړنې نه‎کېږي

د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ سلاکاره کیلیان کونوي " Kellyanne Conway "وايي چې د هېلري کلېنټن د اېمېلونو د لانجې په اړه به نورې قانوني څېړنې نه‎کېږي.

پر مېرمن کلېنټن انتقاد دی چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه د کار پر مهال‌يې د کاري مسائلو لپاره له شخصي اېمېله کار اخیستی دی.

ډونالد ټرمپ د انتخاباتي مبارزو پر مهال ویلي و چې که انتخاب شي خپله رقیبه کاندیده هېلري کلېنټن به زنداني کړي.

خو کونوي پرون سې شنبه د امریکا له «ان، بي،سي» ټلوېزیون سره په مرکه کې څرګنده کړه چې ټرمپ ښايي له خپلې دې خبرې شاته شي چې د هېلري کلېنټن د فعالیتونو د څېړنې لپاره به ځانګړی څارنوال ټاکل کېږي.

د ټرمپ سلاکارې ټینګار وکړ چې د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هېلري کلېنټن باید له‎ دې حقیقت سره مخامخ شي چې زیات امریکایان‌یې صادقه او د باور وړ نه‎ګڼي.