د ترکيې حکومت لږ تر لږه ۱۵ زره دولتي مأمورین له دندو لیرې کړل

د ترکيې حکومت لږ تر لږه ۱۵ زره دولتي مأمورین په ‎دې هېواد کې له ناکامې کودتا سره د تړاو په تور له دندو لیرې کړل.

په‎ دې کسانو کې پولیس، د پوځ افسران او د ملکي ادارو مأمورین شامل دي.

د ترکیې حکومت همداراز د بشري حقونو د ملاتړ ۳۷۵ ادارې بندې کړې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان کې د اروپا د چارو مسؤل جان دال هویسن "John Dalhuisen " پرون سې شنبه وویل چې د ترکیې حکومت د ټولو اعتراض‎کوونکو د غږ غلي کولو سیستماټیکې هڅې پیل کړې او لږ تر لږه ۴۰۰ غیر دولتي سازمانونه‌یې تړلي دي.

د دال هویسن په وینا، دا هغه ادارې دي چې په ترکیه کې یې د بشري حقونو د ملاتړ، د شکنجې پر ضد او له کډوالو سره د مرستې لپاره کار کړی دی.