ټرمپ وايي د کار په لومړۍ ورځ له پاسیفیک سوداګریزې موافقې وځي

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، د ولسمشر په توګه د خپلې دندې په لومړۍ ورځ به له پاسیفيک څنډې هېوادونو سره له سوداګريزې موافقې ووځي.

ډونالډ ټرمپ دا خبرې پر انټرنټ په خپره کړې وېډیو کې کړي او ويلي يې دي چې د ولسمشر په توګه له دندې پيلولو وروسته به په لومړيو سلو ورځو کې کوم لومړيتوبونه ولري.

څېړونکي د ده دا خبرې ډېرې واضح ګڼي چې د دوولس هېوادونو د دې سوداګريزې موافقې يا «ټي. پي. پي» څخه د وتلو په اړه‌يې کړي دي.

ټرمپ په دغې وېډيو کې چې پر يوټيوب خپره شوه، ويلي چې د جنورۍ په شلمه د ولسمشر په توګه له لوړې وروسته به‌يې د لومړيو سلو ورځو لومړيتوبونه څه وي.

ټرمپ: زه غواړم ووايم چې د «ټي. پي. پي» له موافقې به وځو.

نوموړي زیاته کړه:

"زه غواړم ووايم چې د «ټي. پي. پي» له موافقې به وځو، دا زموږ هېواد ته يو احتمالي خطر دی، د دې پر ځای به موږ پر عدالت ولاړ او دوه اړخيزې سوداګريزې موافقې په اړه خبرې وکړو چې کاري فرصتونه او صنايع بېرته امريکايي ساحلونو ته راشي."

د امریکا تلونکي ولسمشر بارک اوباما د دې موافقې د دوام لپاره ډېرې هلې ځلې کړي دي.

د دې موافقې له مخې په دوولسو هېوادونو کې ګمرکي او نور لګښتونه کم شوي دي.

ټرمپ د کمپاين پر مهال پر خپلې سيالې هېلري کلېنټن د دې موافقې د ملاتړ په خاطر سخت انتقادونه کړي وو.

د ټرمپ دغه پيغام په ځينو امریکايي صنعتي سیمو کې وستايل شو چې وايي، د شمالي امریکا ازادې سواداګرۍ په نوم یوې بلې موافقې له کبله خلک بې‌کاره شوي دي.

د ټرمپ پرېکړه چې وايي، امریکا به له دې موافقې وباسي، په نورو هېوادونو کې خپلې پايلې درلودای شي.

د جاپان صدراعظم شينزو ابي ارجنټاین ته د رسمي سفر پر مهال ويلي چې د امریکا له شراکت پرته به دا موافقې بې‌‎معنی شي.

ابي: د امریکا له ګډون پرته به دا موافقه بې‌معنی شي.

ده دا هم ويلي چې د دې موافقې په اړه بېرته له سره خبرې نه‌شي کېدای ځکه د ګډو ګټو توازن به خراب شي.

شينزو ابي تېره اوونۍ لومړی مشر وو چې له ټرمپ سره‌يې له ولسمشر انتخابېدو وروسته کتلي دي.

په جاپان کې اندېښنې زياتې شوي دي چې ښايي ټرمپ به د کمپاين د وخت ژمنې عملي کړي او له توکيو به وغواړي چې د امنيتي موافقې له مخې په جاپان کې ځای پر ځای د پنځوسو زرو امریکايي سرتېرو لګښتونه پرې کړي.

جاپان اوس‌مهال له کاله دوه میليارده ډالر او د امريکايي ځواکونو لپاره د غير نظامي پرسونل نيمايي لګښتونه پرې کوي.