چارواکي: ارزګان کې ۲۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي

چارواکي وایي، په ارزګان کې په تېرو درېیو ورځو کې ۲۵ وسله‌وال طالبان د تصفیوي عملیاتو په نتیجه کې وژل شوي او ۲۰ تنه ټپيان دي.

د ارزګان امنیه قوماندان ولي جان سرحدي نن ازادي راډیو ته وویل، په دغو عملیاتو کې چې په چورې، ګېزاب، دهراود ولسوالیو او د مرکز ترینکوټ په ځینو سیمو کې شوي، یو طالب قوماندان نیول شوی هم دی.

ښاغلی سرحدي وایي اوس هم په ترینکوټ او یو شمېر ولسوالیو کې عملیات دوام لري.

دفاع وزارت دوه ورځې مخکې په یو شمېر ولایتونو کې د شفق دوه په نوم عملیات پیل کړل چې ارزګان هم په‌کې شامل دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.