جاپان کې زلزلې شمال ختیځ سواحل لاندې کړل

په جاپان کې نن سهار وختي د رېښتر په مقیاس د ۶،۹ زلزلې له کبله د سونامي څپو د دې هېواد د شمال ختیځ سواحل لاندې کړل.

چارواکي وايي، فوکوشیما اټمي بټۍ ته نېږدې د سمندر څپې یو متر لوړې شوې.

دا بټۍ به ۲۰۱۱ کال کې د یوې زورورې سونامي څپو ویجاړه کړه چې په نتیجه کې یې د نړۍ تر ټولو ناوړه اټمي پېښه رامنځته شوه.

د جاپان د میتیورولوژۍ اداره وايي چې د زلزلې ټکانونه ان په پلازمېنې توکیو کې هم احساس شوي دي.

د پېښې د تلفاتو په اړه تر اوسه راپور نه‌دی ورکړل شوی، خو د «ان. اېچ. کې» په نوم جاپانۍ رسنۍ د زلزله ځپلې سیمې له خلکو غوښتي دي چې سمدستي له خپلو کورونو ووځي او لوړو سیمو ته ولاړ شي.