امریکا کابل کې د شیعه‎ګانو پر جومات حمله په شدت وغندله

د امریکا متحده ایالاتو په کابل کې د شیعه‎ګانو پر جومات حمله په شدت وغندله.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند نید پرایس پرون دوشنبه په یوه خبره پاڼه کې وویل چې داسې بزدلانه حملې په افغانستان کې د فرقه‎یي تشدد رامنځته کولو لپاره کېږي.

په کابل کې د دې حملې مسؤلیت د داعش په نوم وسله‌والې ډلې اخیستی دی.

پر "باقرالعلوم" جومات په‎ دې حمله کې لږ تر لږه ۳۰ تنه ملکي وګړي وژل او ۸۰تنه زخمیان شوي.